د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل – کندهار لویه لاره بیرته پرانیستل شوه


 د شنبې په ورځ، د میدان‌وردک پر سید‌آباد ولسوالۍ د طالبانو له برید وروسته د کابل - کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
د شنبې په ورځ، د میدان‌وردک پر سید‌آباد ولسوالۍ د طالبانو له برید وروسته د کابل - کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

د میدان‌وردک ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د کابل – کندهار لویه لاره تیره ورځ مازدیګر د ترافیکو پر مخ بیرته پرانیستل شوې او په سیدآباد ولسوالۍ کې د دغې لارې په اوږدو کې د تخریب شویو پلچکونو د جوړولو چارې هم پیل شوي دي.

د کابل - کندهار لویه لاره د شنبې په ورځ، د میدان‌وردک پر سید‌آباد ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو له برید وروسته د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

د میدان‌وردک د والي ویاند عبدالرحمان منګل امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې وسله‌والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت په سید‌آباد ولسوالۍ کې یو پلچک په بمونو والوزوه او د کابل – کندهار د لویې لارې په ځینو برخو کې ماینونه ښخ کړي وو.

ښاغلي منګل زیاته کړه "امنیتي ځواکونو د موټرو د تګ راتګ لپاره یوه فرعي لاره جوړه کړې ده او پلچک هم بیرته رغول کیږي".

ترانسپورتي شرکتونه وايي، چې دغه لویه لاره یواځې د تیزرفتاره موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د احمدشاه بابا د ترانسپورتی شرکت یو مسول حاجي بها‌ءالدین وايي "پلچکونه د زابل په شاه‌جوی، د غزني په مقر او قره‌باغ او د میدان‌وردک په سیدآباد ولسوالۍ کې تخریب شوي دي او لوی موټر ورباندې تګ راتګ نه شي کولی، خو تیزرفتاره موټر تګ راتګ کوي".

د غزني ولایت د پولیسو مطبوعاتي مسول احمدخان سیرت وايي، چې د پلچکونو د خرابوالي له امله د مسافرو بسونه او باروړنکي موټر په سختۍ د کابل – کندهار په لویه لاره تګ راتګ کوي.

وسله‌والو طالبانو یوه شپه وړاندې د میدان‌وردک پر سید‌آباد ولسوالۍ برید وکړ، چې د سیمه‌ییزو چارواکو پر وینا د سیدآباد امنیه قوماندان او شپږ سرتیري په کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG