د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې


په ولسي جرګه کې د کابل ۳۳ څوکۍ دي
په ولسي جرګه کې د کابل ۳۳ څوکۍ دي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له نژدې دریو میاشتو ورسته نن دوشنبه (جنورۍ ١۴) د کابل او د کوچیانو د حوزې د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلان کړل.

اجمل رحماني، عبدالقیوم خیرخواه، فدا محمد الفت، رمضان بشردوست، فاطمه نظري، شینکۍ کړوخیل، روبینه جلال او مریم سما په کابل کې تر ټولو ډیرې رایې ګټلي دي.‌​

د کابل د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو په اعلانولو سره د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو لړۍ بشپړه شوه.

د انتخاباتو د کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د کابل د ابتدايي نتایجو د اعلان پر مهال وویل "هر کاندید چې شکایت لري کولی شي چې په ۴٨ ساعتونو کې د شکایتونو له کمیسیون سره یې شریک کړي".

ښاغلي صیاد زیاته کړه، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستيو نتایجو د اعلان لړۍ به په تدریجي ډول په راتلونکې اونۍ کې پیل کړي. د کابل نه ولسي جرگې ته ٣٣ کسان کامیاب شوي دي چې پدې کې ځینې د مخکنیو دورو وکیلان، د سیاسي او جهادي ډلو مشران او د هغوی د کورنيو ځنې غړي شامل دي.

بریالي کاندیدان

په لست کې اجمل رحماني، الحاج عبدالقیوم خیرخواه، فدا محمد الفت صالح، احمد جاوید جیحون، رمضان بشردوست، خان آغا رضایي، امیرګل شاهین، غلام حسین ناصري، ملا محمد خان احمدي، الله ګل مجاهد، سید محمد محمدي، امان الله ګذر، خان محمد وردګ، قاضي میر افغان صافی، اجمل ګلاب، احمد ضیا عظیمي شینوزاده، توفیق وحدت، عبیدالله کلیمزی وردک، حفیظ الله جلیلي، محمد فرهاد صدیقي، انورخان اوریاخیل، زړګی حبیبي، حبیب الرحمان سیاف، نجیب الله ناصر، فاطمه نظري، مرسل نبي زاده، شینکۍ کړوخیل، روبینا جلالي، فوزیه ناصریار ګلدره‌ یی، مریم سما، سلیمه نیکبین، زهره نوروزۍ او نظیفه ذکي شامل دي.

د ټاکنو د نتیجو پرځنډ غبرگونونه

د نتیجو په اعلانولو کې دغه اوږد ځنډ د حکومت د لوړپوړو چارواکو غبرګونونه راپارولي او ویلي یې دي، چې د انتخاباتي کمیسیونونو په رهبرۍ کې به هر اړخیز اصلاحات راولي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا ته وینا پر مهال وویل "د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست ټاکنې وې او یو کس تبصره کړې وه، که د افغانستان نفوس د چین له نفوس سره برابر وی، نو د انتخاباتو نتایج په قیامت کې اعلانیدل، په خواشینۍ سره چې پارلماني انتخابات هم له ستونزو سره مخامخ شوي، چې لاملونه یې هم څرګند دي".

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش هم، د یکشنبې په ورځ د انتخاباتي کمیسیونونو پر رهبرۍ تُند انتقادونه وکړل او وویل، چې انتخاباتي کمېسیونونو کې د درغلیو او فساد د تورونو له امله د خلکو او حکومت حیثیت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ، که چیرې په دې برخه کې اقدامات ونشي راتلونکي جمهوري ریاست انتخابات به د تیرو پارلماني انتخاباتو په پرتله بد نتایج ولري.

XS
SM
MD
LG