د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو 'بل ماموریت' ته چمتوالی نیسي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغان سولې په تړاو یو "بل ماموریت" ته چمتوالی نیسي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د نوي ماموریت د چمتوالي لپاره یې په واشنګټن کې د جرمني او هند له سفیرانو او د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

هغه ویلي: "د لا زیات پرمختګ په هیله د بل ماموریت د پیلولو لپاره چمتوالی نیسم".

ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې د نوي ماموریت او د سیمې د هیوادونو له جیګپوړو ډپلوماټانو سره د خبرو په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړي.

زلمی خلیلزاد په داسې حال کې د افغان سولې په تړاو بل ماموریت ته چمتوالی نیسي، چې د هغه په مشرۍ د امریکا د متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ اوم پړاو مذاکرت د چنګاښ په اتلسمه په دوحه کې پای ته ورسیدل.

ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره اوم پړاو مذاکرات ډیر ګټور بللي دي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني مذاکراتو پيل، اوربند، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش او د نورو په زیان د افغانستان د خاورې نه استعمالول د قطر د پرله پسې غونډو د بحث عمده ټکي دي، چې دواړه خواوې تر اوسه ورباندې بشپړ توافق ته نه دي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG