د لاس رسي وړ اتصالات

مرسدس بنز په امریکا کې یو میلیارد ډالر پانگونه کوي


د جرمني مرسدس بنز د نړۍ د موټر جوړولو ډیر مشهور شرکت دی
د جرمني مرسدس بنز د نړۍ د موټر جوړولو ډیر مشهور شرکت دی

مرسدس بنز د جرمني د موټر جوړولو یو ستر شرکت دی چې تولید یې په ټوله نړۍ کې موندل کیږي.

د جرمني د مرسدس بنز (Mercedes-Benz ) شرکت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پلان لري د امریکا د متحده ایالاتو په الاباما ایالت کې یو میلیارد ډالر پانگونه وکړي.

دغه مشهور جرمني شرکت ویلي دي چې ددې پانگونې له لارې په پام کې لري چې برقي موټرې تولید کړي.

د مرسدس بنز شرکت ویلي چې دغه یو میلیارد ډالر پانگونه به په راتلونکو دریو کلونو کې وشي.

ددغه جرمني شرکت مقاماتو دا هم ویلي چې ددې شرکت نورې پانگونې به په متحده ایالاتو کې د ۶۰۰ نویو کارونو د رامنځ ته کیدو سبب شي.

په امریکا کې د موټرو یو نندارتون
په امریکا کې د موټرو یو نندارتون

د مرسدس بنز شرکت چې په ټوله نړۍ کې د موټر د تولید ٣٠ کارخانې لري ویلي دي هغه کارخانه چې د الاباما ایالت د توسکالوزا په سیمه کې جوړوي ددې شرکت لومړنۍ کارخانه به وي چې په امریکا کې برقي موټر تولید کړي او په نړۍ کې به د برقي موټرو د تولید شپږم شرکت شي.

ټاکل شوې چې د برقي موټرو د تولید ددې کارخانې د جوړولو کار راتلونکی کال په ۹۲۹۰۰ متر مربع، ساحه کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG