د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار په درواغ ویلو اعتراف وکړ


مایکل فلین چې دمخه د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د امنیت سلاکار و په واشنگټن ډي سي کې محکمې ته د حاضریدو پر وخت
مایکل فلین چې دمخه د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د امنیت سلاکار و په واشنگټن ډي سي کې محکمې ته د حاضریدو پر وخت

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلین، د جمعې په ورځ ومنله چې د امریکا د متحده ایالاتو د فدرالي پلټنو ادارې اف بي آی ته یې درواغ ویلي دي او د امریکا ځانگړي څارنوال د ښاغلي فلین په وړاندې په رسمي توگه د جرم اعلان وکړ.

د سي ان ان او نیویارک ټایمز په گډون د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې "رابرت مولر" چې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د رول په اړه د پلټنو ځانگړی استازی دی د مایکل فلین په ضد د ناسمو، غولوونکو او جعلي څرگندونو او ویناو په دلیل د جرم اعلان وکړ.

مایکل فلین په تیرو انتخاباتو کې د دونالد ټرمپ د مشاورینو له ډلې څخه و او د جمهوري غوښتونکي گوند په عمومي ملي غونډه کې یې په علني توگه د ښاغلي ټرمپ نه خپل ملاتړ اعلان کړی و.

د جمهور رئیس ټرمپ د کار د پیل نه وروسته ښاغلی فلین د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار په توگه وټاکل شو، خو څه کم یوه میاشت وروسته د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس ته د غلطو اطلاعاتو د ورکولو په دلیل له خپلې دندې استعفی وکړه.

ښاغلی فلین د جمعې په ورځ محکمې ته لاړ او اف بي اي ته د درواغ ویلو او د روسیې له سفیر سره د اړیکو په لرلو یې اعتراف وکړ.

مایکل فلین د ښاغلي ټرمپ د دولت تر ټولو لوړپوړی مقام دی چې ځان یې اف بي آی ته تسلیم کړی دی. له دې دمخه، د دونالد ټرمپ د انتخاباتي مبارزې پخواني مدیر پل منافورت، هم ځان اف بي آی ته تسلیم کړی و.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ته نژدې منابع د تیر کال په انتخاباتي کمپاین کې د روسیې سره هر ډول ارتباط درلودل رد وي.

XS
SM
MD
LG