د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې د قیامت لپاره ذخیره جوړه کړې ده


د ذخیرې د رغولو چارې شاوخوا لس کاله مخکې پیل شوې
د ذخیرې د رغولو چارې شاوخوا لس کاله مخکې پیل شوې

ناروې د "قیامت ورځې" په نامه د ګڼو تخمونو یوه زیرمه جوړه کړې ده چې بېلابېل نباتات، بوټي او تخمونه په کې ساتل کیږي.

ناروې د دغې زیرمې یا ذخیرې پر جوړولو لږ تر لږه ۱۳ میلیونه ډالر لګولي دي او پدې وروستیو کې حکومت د زیرمې مواد تازه کړي دي.

د زیرمې د رغولو چارې شاوخوا لس کاله مخکې د شمال په قطب کې د سکرو د ډبرو په یو کان کې پيل شوې.

ذخیرې ته د ننوتلو لپاره یو غټ تونل جوړ شوی
ذخیرې ته د ننوتلو لپاره یو غټ تونل جوړ شوی

د دغې ذخیرې د جوړولو هدف د اقلیم د بدلون له خطر څخه د شاوخوا ۴.۵ میلیونه بېلابېلو تخمونو، غله دانې، خوراکي محصولاتو او بېلابېلو بوټو ژغورل او ساتل ښودل کیږي.

ناروې دغې زیرمې ته د "قیامت د ورځې د تخم خزانه" نوم ورکړ دی. تر دې دمخه په دغې زیرمې کي شاوخوا ۹۰۰ بېلابېل تخمونه خوندي شوي دي.

په ذخیرې کې د بیلا بېلو بوټو تخمونه ساتل کیږي
په ذخیرې کې د بیلا بېلو بوټو تخمونه ساتل کیږي

ویل کیږي د ممکنه اټمي جګړې او یا هم د ګرمې هوا له کبله که محصولات او کرهنه د مځکې له سره له منځه ولاړ شي، زیانمن شوي هېوادونه به له دغې ذخیرې نه تخمونه، نباتات او نور بوټي واخلي او له سره به یې وکري.

زیرمه یوه دروازې لري، د ننوتلو لپاره په کې یو کانکریټي تونل هم جوړ شوی او د ساتنې او پالنې یو سیستم هم په کې فعاله دی چې په بیړنیو حالاتو کې برېښنا تولیدوي. په زیرمې کې یخچال او نور برېښنايي وسایل او تجهیزات هم شته.

XS
SM
MD
LG