د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په کابل کې ولیدل


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په کابل کې د لیدنې پر مهال د کابل – اسلام‌آباد ترمنځ په دوه اړخیزو مسلو خبرې کړي دي.

د ښاغلي قریشي په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره د شنبې په ورځ (وږي/سنبلې ۲۴) کابل ته سفر کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي امریکا غږ – آشنا ته وویل، ټاکل شوې چې دغه پاکستانی پلاوی له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او خپل افغان سیال صلاح‌الدین رباني سره هم وویني او د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړوندو مسلو خبرې وکړي.

د افغان ولسمشر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د خبرو جزئیات تراوسه څرګند شوي نه دي.

خو له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې افغان او پاکستاني چارواکي به د دواړخیزو مسلو تر څنګ، پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي اړیکو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون لپاره د عمل پر پلان هم خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پنجشنبې په ورځ کابل ته د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په ګډون د یو پلاوي د سفر خبر ورکړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې د ننګرهار په مرکز جلال‌آباد کې د پاکستان قونسلګرۍ له دوو اونیو راهیسې تړلې ده.

په پاکستان کې د تحریک انصاف د ګوند په مشرۍ د حکومت له جوړیدو وروسته دا یو بهرني هیواد ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG