د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ملا برادر خوشي کړ


تصویر له ارشیف څخه. دی د طالبانو یو بل غړی ابو وقاص دی چې له ښاغلي برادر سره یو ځای نیول شوی و
تصویر له ارشیف څخه. دی د طالبانو یو بل غړی ابو وقاص دی چې له ښاغلي برادر سره یو ځای نیول شوی و

پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغان طالبانو یو لوړ پوړی قومندان ملا عبدالغني برادار یې له بنده ازاد کړی دی.

ملا برادر له څه باندې اته کالو راهیسې په پاکستان کې بندي و.

دوو پاکستاني استخباراتي چارواکو ومنله چې ملا برادر د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۲۲) "د لوړ پوړیو چارواکو" ترمنځ له خبرو وروسته خوشې شوی دی. د دغو استخباراتي مامورانو، چي نومونه یي ښودل شوي ندي، له اسوشیتډپرس سره غږېدلي دي.

نوموړی داسې مهال له بنده ازاديږي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار زلمي خلیلزاد په کابل او اسلام اباد کې له حکومتي چارواکو او په قطر کې له طالب استازو سره لیدلي او د سولې په اړه ورسره غږېدلي دي.

لا معلومه نه ده چې هغه چېرته او روغتیايي حالت یې څنګه دی؟ هغه داسې مهال خوشي کیږي چې افغان حکومت او امریکا تر بل هر وخت اوس ډېر له طالبانو سره د سولې خبرو ته لیوال دي.

ملا برادر څوک دی؟
پنځوس کلن عبدالغني په قوم پولزی دی او په ارزګان ولایت کې زیږیدلی. دی په ۱۹۸۰ کلونو کې په کندهار ولایت کې په جهاد بوخت و او هغه وروسته د طالبانو له پخواني مشر، ملامحمد عمر، سره يې په میوند ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه لرله.

په ۱۹۹۴ کې ملابرادر له ملاعمر سره یوځاې د طالبانو اسلامي تحریک جوړ کړ او د هرات او نیمروز د والي او بیا د قول اردو د مشر په توګه کار وکړ.

د طالبانو د رژیم تر ړنګیدلو وروسته، ملابرادر، د طالبانو د ګڼو نورو مشرانو په څیر پاکستان ته ولاړ او د کویټي د شورا مشري یې کوله، تر څو چې د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ پر ۸ د کراچۍ په ښار کې ونیول شو.

د ځینو راپورنو پر بنسټ، پاکستاني چارواکو له هغه وروسته ملابرادر ونیوه چې له افغان حکومت سره یې د سولې بهیر ته مثبت نظر څرګند کړی و، او غوښتل چې له پاکستان نه ووځي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په وارو له پاکستاني چارواکو د ملابرادر د آزادولو غوښتنه کړې وه، ځو پاکستاني چارواکي هغه په بند کې ساتلې و.

XS
SM
MD
LG