د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین د روسیې یرغل 'د امریکا او هند اړیکې ننګولي'


په اوکراین باندې د روسیې یرغل د امریکا او هند اړیکې سږکال له ازمایښت سره مخامخ کړې، ځکه چې نوي ډیلي د مسکو د یرغل له غندلو ډډه وکړه او له روسیې څخه یې د انرژۍ وارداتو ته دوام ورکړ.

د روسیې په سر د اختلاف سره سره، د چین په هکله ګډو اندېښنو، هند او امریکا سره نږدې ساتلي دي.

د روان کال د فبروري په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل وروسته، متحده ایالاتو له خپلو متحدینو سره یوځای هڅه پیل کړه چې روسیه له ډیپلوماټیک او مالي پلوه منزوي کړي. ولسمشر بایډن وویل: "پوتین یرغلګر دی. هغه یرغلګر دی او باید بیه یې پرې کړي."

خو د هند دریځ، واشنګټن له ستونزې سره مخامخ کړی. نوي ډیلي د سولې غږ وکړ خو د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیک ته یې رایه ورنکړه چې روسیه په کې غندل شوې وه. هند په زیاته کچه روسي وسلي پېري او سږکال یې د پخوا په پرتله ډیر روسي تیل هم وارد کړل.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر، انتوني بلینکن وویل: "زمونږ په باور دا مهمه ده چې ټول هیوادونه په تیره بیا هغه چې اغیز لري په پوتین باندې فشار راولي چې جنګ ختم کړي."

خو هند چې د نړۍ په کچه د تیلو درېیم لوی واردونکی هېواد دی، استدلال یې وکړ چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ارزانه انرژۍ ته اړتیا لري.

د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبرمینم جېشنکر وویل: "مونږ ولیدل چې د هند او روسیې اړیکي زمونږ په ګټه ثابتې شویدي. که زمونږ په ګټه وي، نو غواړو چې دوام ورکړو."

مسکو سږکال د وارداتو په زیاتېدو سره د نوي ډیلي لپاره د انرژۍ لوی چمتو کوونکی شو. پخواني هندي چارواکي وايي دغه تمایل به دوام ومومي.

پخوانۍ هندۍ ډیپلوماټه، منجوست وايي، د سټراټیژیک خودمختاریت لور ته متمایله ده. په دې مانا چې ټولې پریکړې د هند له ګټو سره سمې ترسره شي. هغې زیاته کړه: "امریکا زمونږ یو ډیر مهم متحد دی او مونږ غواړو چې د دوی علاقه هم وساتو خو داهم باید په پام کې ولرو چې زمونږ د ملي ګټو د ساتلو لپاره کومه پریکړه غوره ده."

که څه هم ولسمشر جو بایډن د اوکراین په هکله د هند غبرګون ضعیف وباله، کارپوهان وايي د هغه سست غبرګون، دا ښيي چې واشنګټن د چین په وړاندې د هند ملاتړ ته اړتیا لري.

د امریکا د سولې د انسټیټیوټ څېړونکې، تمنا سالک الدین وايي: "که څه هم په نږدې راتلونکي کې به زمونږ تمرکز په دې باندې وي چې هیوادونه د روسیې په هکله په تیره بیا په اوکراین باندې یې د یرغل په هکله کوم دریځ لري، خو لوی او ډیر ستراتیژیک ګواښ چین دی، او مونږ وینو چې هند د چین د نفوذ د مخینوي په برخه کې مهم متحد هیواد دی."

د بایډن د ملي امنیت په ستراتيژي کې چې د اکټوبر په میاشت کې خپره شوه، د هند او آرام سمندر په سیمه کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره د امریکا، هند، جاپان او استرالیا د غیر رسمي تړون له لارې د هند په مرستې اتکا شوېده.

مېرمن منجوست وویل: "مونږ غواړو چې د دې سازمان برخه واوسو، ځکه، ښايي د چین د زورواکه کړنو مخه ونیسي په تیره بیا هغه کړنې چې تر یوه حده هند ته متوجه دي."

خو چین همدارنګه له امریکا وروسته د هند دوهم لوی تجارتي شریک دی او هند د شانګهای د همکاریو د سازمان غړی دی. خو بیا هم چین د هند له سیال هیواد پاکستان سره ژورې اړیکې لري او له هند سره سرحدي اختلافات، هغه دلایل دي چې نوی ډیلی له واشنګټن سره د چین د زیاتېدونکي نفوذ د محدودلو لپاره همکارۍ ته هڅوي.

تمنا سالک الدین وايي: "د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره، ښايي د دواړو هیوادونو تګلارې بدلې وي، خو زه فکر نه کوم چې په هدفونو کې یې کوم اختلاف وي."

شنونکي وايي، ښايي‌ امریکا او هند په ۲۰۲۳ کال د چین په اړه په خپلو مشترکو اهدافو باندې زیات تمرکز او د روسیې په اړه په خپل اختلاف لږ تمرکز وکړي.

XS
SM
MD
LG