د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: طالبانو د روغتیا په سکتور بریدونو ته دوام ورکړی


د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي سر مفتش دفتر (سیګار)‌ په یو راپور کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې په روغتیايي مرکزونو او د روغتیايي خدماتو په وړاندې کوونکو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

سیګار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له قوله ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه تر اپریل میاشتې په افغانستان کې په ۷۳ روغتیايي مرکزونو باندې بریدونه شوي چې ۷۱ یې طالبانو ته نسبت ورکړل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د روغتیا په سکتور ۹۰ بریدونه شوي چې په کې په مستقیمه توګه د روغتیايي اسانتیاو وړاندې کوونکي په نښه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د ۲۰۱۹ کال په پرتله د روغتیا په سکتور باندې بریدونو کې ۲۰سلنه زیاتولی راغلی او د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو باندې یې منفي اغیزې کړي دي.

د یوناما د اټکل له مخې د امنیتي ستونزو له امله په هغو سیمو کې چې روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي شاوخوا درې میلیونه وګړي له روغتیايي خدماتو بې‌برخې شوي دي.

همداشان د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي سر مفتش دفتر ویلي طالبان لا هم د روغتیا سکتور ګواښياو روغتیايي کارکوونکي تښتوي ترڅو طالب جنګیالیو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي او یا هم طالبانو ته درمل او پیسې ورکړي.

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

سیګار ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو تراوسه له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۱.۶ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

له دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم په افغانستان کې په روغتیايي مرکزونو باندې په "قصدي ډول" بریدونو په اړه اندېښه ښودلې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي دوام میلیونونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې‌برخې کړي.

XS
SM
MD
LG