د لاس رسي وړ اتصالات

د سپین بولدک په امنیه قوماندانۍ ډله ايز ځانمرګي بریدونه شوي


کابل کے حامد کرزئی انٹرنیشنل ایئرپورٹ پر ایک افغان خاندان بیرونِ ملک روانگی کا منتظر ہے۔ عقب میں امریکی بحریہ کا فضائی طیارہ نظر آ رہا ہے۔
کابل کے حامد کرزئی انٹرنیشنل ایئرپورٹ پر ایک افغان خاندان بیرونِ ملک روانگی کا منتظر ہے۔ عقب میں امریکی بحریہ کا فضائی طیارہ نظر آ رہا ہے۔

په کندهار کې چارواکي وایي ډیورېنډ کرښې ته نژدې د سپين په بولدګ ولسوالۍ په امنیې قومندانۍ باندې ‌ډله ایز ځانمرګي بریدونه شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د امریکا غږ ته ویلي چې ځانمرگو بریدگرو د سپین بولدک د امنیه قوماندانۍ په وردوي دروازې کې برید کړی دی.

د ښاغلي دراني په وینا جگړه پای ته رسیدلې خو پولیس لا هم په تصفیوي عملیاتو بوخت دي.

د امنیه قوماندانۍ یو منصبدار د نوم د نه اخیستلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې بریدگر څلور تنه وو او په جگړه شپږ افغان پولیس وژل شوي دي.

د سپین بولدک ولسوالۍ د امنیه قومانداني د ډیورند کرښې په څلور کیلو میترۍ کې ده.

له بلې خو طالبانو ددې برید مسؤلیت منلی او رسنیو ته یې په یو استول شوي پیغام کې ویلي چې د دوی وسله والو کسانو په داسې حال کې چې پوځي یونفورم یې اغوستی و، د بولدک پر امنیه قوماندانۍ برید کړی او په لسگونو افغان پولیس یې وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG