د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندز په قلعه‌زال کې د محلي پولیسو پر پوستو برید کړی


نن سهار د کندز ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې، وسله والو طالبانو د محلي پولیسو پر امنیتي پوستو باندې بریدونه کړي چې په کې ۲۴ تنه محلي پولیس وژل شوي دي.

د قلعه‌زال اوسیدونکي وايي چې د طالبانو په سهارني برید کې ۲۴ تنه محلي پولیس وژل شوي دي او څو تنه نور یې ټپیان دي.

د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل د قلعه‌زال د ولسوالۍ د تیرې شپې په جګړه کې نوولس محلي پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

خو د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وايي چې سهار وختي وسله والو طالبانو د محلي پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو برید کړی چې ۲۴ تنه پولیس مړه او ټپیان دي.

هغه د پولیسو د مرګ‌ژوبلې دغه ارقام واضح نه کړل،خو وې ویل یې چې دوي هم لومړني معلومات همداسې ترلاسه کړي دي.

هغه د مخالفو وسله‌والو طالبانو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د قلعه‌زال د مشهور محلي پولیس نبي ګیچي ورور په وژل شویو کسانو کې شامل دی.

د ذبیح‌الله مجاهد په نامه د وسله‌والو طالبانو یو ویاند په ټلیفوني پیغام کې مطبوعاتو ته ویلي، چې د دوی وسله‌والو د محلي پولیسو ۶ پوستې نیولې دي، او په کې ۲۵ تنه محلي پولیس یې ټول وژلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د تخار ولایت د خواجه‌غار ولسوالۍ په ګور‌تپه کلي کې، د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال ۱۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې په وژل شوو کسانو کې د عبدالله په نوم د وسله‌والو طالبانو یو مهم قوماندان هم شامل دی.

دفاع وزارت ویلي، چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې د ګورتپه کلی، د طالبانو له موجودیت څخه پاک شوی او اوسمهال په کې چاڼیز عملیات او تلاشۍ دوام لري.

په کندز او تخار کې افغان ځواکونو او طالبانو پر یو او بل باندې دا بریدونه په داسې حال کې کړي، چې د پنجشنبې په ورځ جمهور رئیس غني له وسله والو مخالفو ډلو سره د روژې میاشتې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې ورځې د اوربند اعلان وکړ.

وسله‌والو طالبانو هم نن په یو بیان کې د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړی او ویلي یې دي، چې په دې موده کې به پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه ونه کړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG