د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په بلخ کې ۱۷ ولسي پاڅون‌کوونکي وژلي


د بلخ ولایت چارواکي وايي، چې وسله‌والو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت د شولګرې ولسوالۍ په 'نو قشلاق بزبای' سیمه کې ۱۷ ولسي پاڅون‌کوونکي په ډزو وژلي دي.

د بلخ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري امریکا غږ آشنا ته وویل، دغه پيښه د ولسي پاڅون‌کوونکو له ډلې څخه د یو کس د خیانت په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده.

هغه وویل "د شپې شاوخوا ۱:۴۰ د شولګرې ولسوالۍ د بزبای په کلي کې چې د شولګرې ولسوالۍ د جنوب لویدیځې څنډې په ۳۷ کیلو مترۍ کې پروت دی، دښمن د ولسي پاڅون‌کوونکو د یو تن له خیانت څخه په استفادې کلي ته دننه کیږي، ۱۸ تنه ولسي پاڅون‌کوونکي له یو سیمه‌ییز پولیس سره شهیدان دي".

د بلخ د امنیت آمر زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو د پیښې عاملین پیژندلي، خو نوموړي په دې اړه د زیاتو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

خو د شولګرې ولسوال سراج‌الدین عابد امریکا غږ ته وویل، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

هغه وویل "دوی ملکي وګړي دي، موږ هلته د ولسي پاڅون‌کوونکو په نوم څوک نه لرو، خو هرکله مو چې ورباندې غږ کړی د نظام په همکارۍ یې ملاتړ کاوه، خو د ولسي پاڅون‌کوونکو په چوکاټ کې نه وو، ځکه چې موږ په څلورمه ربته کې ولسي پاڅون‌کوونکي لرو، خو دوی له موږ سره د ملکي وګړو په توګه وو".

د شولګرې ولسوال پر وینا دغه کسان تیره شپه په یو میلمستون کې سره راټول شوي وو او ووژل شول.

طالبانو په یو بیان کې د دغې پیښې مسولیت منلی او ویلي یې دي، چې د تیرې شپې په برید کې یې یوه پوسته نیولې او د قوماندان حمیدالله په ګډون یې نولس تنه وژلي دي.

سیمه‌ییزو چارواکو هم تائید کړې، چې د حمید‌الله په نوم د سیمې یو مشر او زوی یې عبیدالله ، په وژل شوو کسانو کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG