د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پروان کې څلور تنه صحرايي محکمه کې وژلي


چارواکي وايي وژل شوي کسان غله وو او په پروان کې یې د غلا په لویو پیښو کې لاس درلود.
چارواکي وايي وژل شوي کسان غله وو او په پروان کې یې د غلا په لویو پیښو کې لاس درلود.

د پروان سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې وسله‌والو طالبانو په دغه ولایت کې څلور تنو ته په صحرايي محکمه کې سزا ورکړې او وژلي یې دي.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار امریکا غږ – آشنا ته وویل، د طالبانو له خوا څلور وژل شوي کسان غله وو او د پروان په کچه په لویو غلاو کې یې لاس درلود.

د هغې پر وینا، دغو کسانو څو ورځې وړاندې په چاریکار ښار کې د یو صراف پیسې هم غلا کړې وې.

آغلې شهکار زیاته کړه "پولیسو د دغو کسانو په اړه تحقیقات کول او هغوی غوربندونو ته تښتېدلي وو، طالبانو دوی نیولي او د هغې فیصلې په اساس چې طالبانو کړې وه، دوی په صحرايي محکمه کې په ډزو وژني او جسدونه یې د سرک په غاړه ایښي".

د پروان اوسیدونکي په ځانګړي ډول صرافان او هټیوال په دغه ولایت کې د وسله‌والو غلاو له زیاتېدو شکایت کوي.

اغلې شهکار دا شکایتونه تائید کړ او وې ویل، چې افغان ځواکونو په پروان کې د غلو او غیرمسوله وسله‌والو کسانو د نیولو لپاره ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې له پنځلسو زیات کسان نیول شوي دي.

د وحیدې شهکار پر وینا له دغو کسانو څخه تجهیزات او وسلې هم ترلاسه شوې دي.

XS
SM
MD
LG