د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په غور کې د غنمو څلور لارۍ تښتولي


trucks on the Torkham border
trucks on the Torkham border

د غور ولایت چارواکي وايي، د دوشنبې ورځې په سهار وسله‌والو طالبانو د غنمو څلور لارۍ چې له هرات ولایت څخه د فیروز کوه ښار په لور روان وو، ودرولي او له ځان سره یې نامعلوم لوري ته وړي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، چې دغه لارۍ د شهرک ولسوالۍ د تخت درې په سرپل سیمه کې، د ملا احمد شاه په نوم د غور ولایت لپاره د وسله‌والو طالبانو د نومول شوي والي او ملا مصطفی د کسانو له خوا ودرول شوي دي.

د هغه پر وینا، دغه غنم له افغانستان سره د هندوستان د مرستې یوه برخه وه، چې د چابهار له لارې وارد شوي وو.

د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي، چې دغه غنم د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر (WFP) پورې اړه لري، خو په افغانستان کې د دغې ادارې ویاند وحیدالله اماني امریکا غږ ته وویل، چې د غنمو لارۍ د خوړو د نړیوال سازمان پروګرام پورې اړه نه لري.

هغه وویل "د هرات امنیې قوماندانۍ ویلي، چې دغه غنم WFP پورې اړه لري، خو موږ یې ردوو".

د هرات د سیلو رئیس عبدالقیوم میرزاد وايي، چې له څلور ورځو راهیسې د هرات له سیلو څخه غور او بادغیس ولایتونو ته د هندوستان د مرسته شویو غنمو د لیږد چارې یې پیل کړې دي.

د هغه پر وینا، د هرات له مرکزي سیلو څخه تر اوسه ۲۴ لارۍ غنم بادغیس او ۱۷ لارۍ غور ولایت ته لیږدول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله حکومت پریکړه کړې چې ۵ زره متریک ټُنه غنم غور ته ولیږدوي.

XS
SM
MD
LG