د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا نور په سوریه کې کردي جنگیالیو ته وسلې نه ورکوي 


د سوریې د حکومت مخالفې قواوی چې امریکایي ملاتړ کوي
د سوریې د حکومت مخالفې قواوی چې امریکایي ملاتړ کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته ویلي چې واشنګټن به نور په سوریې کې کردي جنګیالیو ته وسلې نه ورکوي.

ترکي مقاماتو ویلي چې د امریکا او ترکیې ولسمشرانو د جمعې په ورځ د منځني ختیځ د حالاتو په اړه تیلیفوني خبرې کړې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي ولسمشر ټرمپ کردي جنګیالیو ته د وسلو د نه ورکولو په هکله څرګنده لارښوونه کړې ده. هغه همداشان د امریکا له لورې دغو جنگیالیو ته د وسلو د بندیدو په اړه د ولسمشر ټرمپ خبره تکرار کړه چې ویلي یې دي "دغه بې منطقه کار باید لا دمخه پای ته رسیدلی وای".

د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې د امریکا او ترکیې ولسمشرانو د انقرې لخوا د امریکا د متحده ایالاتو نه د وسلو د پیردولو پر معاملې هم خبرې کړي دي.

په سوریې کې کردي یاغیانو ته د وسلو د ورکولو پرگرام په ٢٠١٣ کې د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما ادارې په دې خاطر پیل کړ چې د سوریې پر ولسمشر بشارالاسد باندې د گوښه کیدو لپاره فشار زیات کړي. خو دوه کاله دمخه وروسته له هغې چې مسکو سوریې ته ځواکونه واستول، په امریکا کې ددې پروگرام ملاتړي هم د هغې د گټې په اړه مطمین نه وو.

ترکیه چې د څو لسیزو راهیسې د کردي یاغیانو پر ضد مبارزه کوي، د امریکا له لورې کردي جنگیالیو ته د وسلو ورکولو سره جدي مخالفت لري. خو امریکا ویلي دي چې د رقه ښار د ماموریت له بشپړیدو وروسته به له کردي جنگیالیو نه وسلې بیرته واخلي.

XS
SM
MD
LG