د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن د قطر د کړکیچ د هواري لپاره سیمې ته ځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن دوشنبه ریکس ټیلرسن په څلور ورځني سفر کويټ، سعودي عربستان او قطر ته ځي.

د ښاغلي ټیلرسن د سفر هدف په سیمه کې د امریکا د نژدې متحدینو ترمنځ ورستي کړکیچ ته د حل د لارو چارو موندل ښودل کیږي.

تېره میاشت سعودي، متحدو عربو اماراتو، مصر او بحرین قطر د اورپکو په ملاتړ او ایران سره په نژدې اړیکو لرلو تورن کړ او ورسره یې خپل ډیپلوماتیک او نور روابط وشلول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مشاور آر سي هاموند وویل چې ښاغلي ټیلرسن د عربو هېوادونو له مشرانو سره لیدلي او هڅه یې دا ده چې دغه بن بست ته د حل یوه لاره پیدا کړي.

هغه وویل د ښاغلي ټیلرسن لومړنۍ هڅه به دا وي چې ښکېلې غاړې خبرو ته سره کینوي او همدغه راز د یوې جلا تګلارې له مخې به دا ستونزه حل کړي.

د سعودي، متحدو عربو اماراتو، مصر او بحرین لویې غوښتنې دا دي چې قطر دي د الجزیزې تلویزون دې وتړي، د اخوان المسلمین په ګډون دې له نورو اسلامپالو ډلو سره روابط پرې کړي، له ایران سره دې اړیکې محدودې کړي او په قطر کې مېشت د ترکیې سرتېرې له خپل هېواد څخه وباسي.

اسوشیتډ پرس وايي ښاغلی هاموند وویل چې دا شرطونه ناممکن ښکاري، مګر ټېنګار لري چې د ستونزو حل لپاره یوې اجماع ته ضرورت لیدل کیږي.

په خپله سپینه ماڼۍ هم له قطر څخه غواړي چې له اورپکو ډلو ټپلو سره دې خپلې اړیکې پرې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مشاور دا خبره وکړه چې د برتانیا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو هم د دغې ستونزې پر حل تېنګار کړی او په دې اړه یې له اړوندو چارواکو سره خبرې کړي دي.

امریکا د قطر او نورو عربو هېوادونو ترمنځ د ستونزو له پیل راهېسې د دغه کړکیچ په حل او هواري ټېنګار کوي، خو د دښکیلو غاړو ترمنځ نه همغږي امریکا مبجوره کړي چې ووايي ښايي دا کړکیچ اوونۍ او میاشتې ونیسي.

XS
SM
MD
LG