د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کې د نژاد پرستۍ ضد ستر لاریون وشو


لاریون کونکي د کانګرس، نشنل مال او د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شول
لاریون کونکي د کانګرس، نشنل مال او د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شول

په واشنګټن کې پرونی لاریون د دې اعتراضونو له پیله تر ټولو لوی و، چې لسګونه زره کسانو په کې ګډون وکړ. لاریون کوونکيو په واشنگتن، نیویارک، شمالي کارولینا او نورو ښارونو کې د نژادي توپیر او د پولیسو د بیرحمیو پرضد شعارونه ورکول.

په دغو لاریونونو کې چې د مې میاشتې په ٢٥ د پولیسو په توقیف کې د یوه تورپوستي جوړج فلوید له وژلو وروسته پیل شوې، په امریکا کې د توکم پالنې او سیستماتیک پالیسۍ د اصلاحاتو غوښتنه شوې.

د امریکا له شرقي ساحل نه تر غربي ساحله پورې په دې هیله د بدلون یوه ناره کیدله چې د پولیسو بیرحمي او نژادي بې عدالتي له منځه یوسې. او دغه پیاوړی پيغام د سپنیې ماڼۍ مخ ته ورکول کیدل.

د واشنګټن ښارواله موریل باوسر سپینې ماڼۍ ته نژدې د اعتراضونو ځای ته له رارسېدو سره سم د خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوه ځکه یوه ورځ مخکې دې هغه سړک 'د تورپوستانو ژوند ارزښت' په نوم ونومو چې سپېنې ماڼۍ ته درومي.

اکثره خلک دا هیله لري چې دا خوځښت به د راتلونکي نسل لپاره یو درس وي او کرونا د ویروس د خطرونو برسیره یې خپل ماشومان لاریون ته راوستلي څو دغه تاریخي ورځ وگوري.

په ورته وخت د شمالي کارولاینا ایالت کې جورج فلویډ ته د یاد غونډه جوړه شوې وه چې پکې د هغه د کورنۍ غړي، دوستان او حتی پردي خلکو گډون کړی و.

یوه افریقایي الاصله ښځې شارلینیي مارشال چې دې یاد غونډه کې برخه اخیستې وه وایي "زه ډیر خفه یم ځکه دا پیښه زما په زوی، ورور یا عزیزانو کیدای شوای. زه په دې کې خپل خلک وینم."

د جورج فلویډ کورنۍ بیا ځانته په دې تسلي ورکوي چې جورج د یو ستر مقصد لپاره مړ شو.

د جورج فلویډ کورنۍ غړې لتونیا فلویډ وایي "زه داسې احساس کوم چې خدای هغه د یو دلیل لپاره انتخاب کړی و ځکه خو د هغه لپاره دا هرڅه وکړ. د هغه لپاره یې دغه مسولیت، دغه دنده وسپارله او ځانته یې وغوښتو. د هغه مرگ به ضایع نشي."

په پام کې ده چې جورج فلویډ د سې شنبې په ورځ په خپل ټاټوبي، تکزاس په هیوسټن ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG