د لاس رسي وړ اتصالات

آسټرالیا به افغانستان ته ١٥٠ نور عسکر  ولیږی


د آسټرالیا صدراعظم جان هاورډ وایی چی دده هیواد به افغانستان ته ١٥٠ نور کوماندوعسکر ولیږی چی د یاغی طالبانو او د القاعده د قواو د حملو مخنیوی وکړی . ښاغلي هاورډ وویل چی دغه عسکر به د سیپټامبر تر میاشتی پوری چی په افغانستان کی پارلمانی انتخابات کیدونکی دي ، هغه ملک ته واستول شی ، او تقریبا تر یوه کال پوری به هلته پاته وی . هغه دا هم وویل چی دد فاع مامورین یې په دې باندی هم غور کوی چی په راتلونکی کال کی ٢٠٠ نور عسکر د بیارغوني د چارو دپاره افغانستان ته ولیږی آسټرالیا افغانستان ته په ٢٠٠١ کال کی څه د پاسه ١٠٠٠ عسکر لیږلي وو چی د امریکا په مشری ائتلافی قواو کی برخه واخلی . مگر هغوی ټول یې بیرته وغوښتل او یواځی یو آسټالیایی پاته دی چی د ځمکني ماینونو په پاکولو کی کار کوی .

XS
SM
MD
LG