د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی وایی چی لویدیز په افغانستان کی د تروریزم چندان پروا ونه کړه


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي وویل چی دئ په دې باور لری چی تروریستانو ځکه په برتانیه او نورو لویدیزو ملکونو کی حملې وکړې چی دغو ملکونو په افغانستان کی تروریزم بې اهمیته باله او چندان پروا یې نه ورته کوله . ښاغلي کرزي دا وینا پرون په لندن کی د بین المللی چارو شاهی مؤسسې ته وکړه . هغه وویل چی افغانستان تل نړۍ ته دا ویل چی په افغانستان کی ځیني شیطاني لاسونه کار کوی او د هغو نه به یو وخت ډیر خطرونه را پیدا شی . د افغانستان جمهوررئیس وویل چی که نړۍ توجه کړې وای نو په نیویارک کی به نړۍ وال تجارتی مرکز تر اوسه هم پر خپل ځای ولاړ وای او په لندن کی به تروریستی حملې هیڅکله هم نه وای شوي . ښاغلي کرزي وروسته د لندن د ښاری اور گاډو د یوه سټیشن مخی ته هغه ځای کی چی یو افغان هم په وروستیو تروریستی حملو کی وژل شوی و ، هغه ته د احترام څرگندولو د پاره د گلو گیډۍ کښیښو دله .

XS
SM
MD
LG