د لاس رسي وړ اتصالات

عسامه د افغانستان او پاکستان په سرحدی علاقه کی


په اسلام اباد کی د امریکا سفیرښاغلی کراکر، نن خبریالانوته وویل هغه فکر نه کوی چه د القاعدی شبکه، دده خبره ، د کوم سخت مشکل سره مخامخ وی. ښاغلی کروکر وایی فکر کوی چه عسامه بن لادن د افغانستان او پاکستان ترمنځ په غرنی سرحدی سیمه کی چیری پټ شویدی، اود نړی په شاوخوا کی د القاعدی د نوروغړو سره اړیکی نشی ټینگولی. مگرښاغلی کروکر دا و نه ویل چه داخبره د تازه استختباراتی خبرونو پر بنا کوی سفیر کروکر دا خبری په داسی وخت کی کړیدی چه څو ورځی مخکی په انترنټ کی یوویډیی فلم وښوده چه د القاعدی د شبکی معاون ایم ال ظواهری وایی چه بن لادن ژوندی دی اوددغی ترورستی نړیوالی شبکی لارښوونه کوی. رحیم اله یوسفزی ، په پاکستان کی د یو څو تحلیلگرانو د جملی نه یو کس دی چه په یو دپاسه دوه زرم کال کی یی، په امریکا باندی د ترورستی حملو راهیسی دغو دواړو کسانو سره مرکی کړیدی. دی وایی داسی ښکاری چه د یود پاسه دوه زرم کال د اخرو میاشتو راهیسی د القاعدی د شبکی د ورځنیو فعالیتون کنترول، د ایمن ال ظواهری په لاس کی دی. ده وویل: هغه د القاعدی د ډلی مفکراو طراح دی. ښایی نظامی سړی نه وی مگرهغه ددی شبکی ډیر پوخ ماهراو تجربه کار سړی دی. عسامه بن لادن، په اخری ځل په دوه زره او څلورم کال کی د امریکا د جمهوری ریاست د انتخاباتو نه مخکی په یو ویدیویی فلم کی لیدی شویدی. د هغه وخت راهسی زرگونو پاکستانی عسکرو د افغانستان سره په سرحدی سیمه کی د تروریزم ضد یو لړډیرسخت عملیات ترسره کړیدی. د پاکستان جمهورریس پروېزمشرف په واروار دا خبره کړیده چه د القاعدی محلی اډی او د اطلاعاتو شبکی تباه شویدی ، او سلگونه جنگیالی نیول شوی او یا وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG