د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی یو امریکایی عسکر او یو طالب وژل شوی دی


په افغانستان کی د ائتلافی قواو او د یاغی طالبانو تر منځ په جگړه کی یو امریکایی عسکر او یو طالب وژل شوی دی . د امریکا د اردو یوه بیانیه وایی چی دا جگړه د کندهار په ولایت کی هغه وخت وشوه چی یاغیانو او امریکایی عسکرو گډي گزمې کولې . بیانیه وایی کله چی امریکایی الوتکو د یاغیانو په ځایونو باندی بمباری شروع کړه نو یاغیان وتښتیدل . له بلي خوا امریکایی اردو د پنجشنبې په ورځ څه د پاسه ۴٧ مشکوک طالبان د زندان نه خوشی کړی دي . د افغانستان د روغي جوړي د کمیټې رئیس د افغانستان پخوانی جمهور رئیس صبغت اله مجددی خبریالانو ته وویل چی اکثره دغه بندیان چی خوشی سول د هیواد په جنوب او ختیځ کی چی طالبان زیات فعال دي نیول شوی دي .

XS
SM
MD
LG