د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن په کانفرانس کي د افغانستان لپاره د وداني پنځه کلن پلان اعلان شو


په لندن کي د افغانستان لپاره د بین المللي بسپنه ورکونکو هیوادونو استازي د خپلو غونډو په دوهمه ورځ د افغانستان د بیا ودانولو، امنیت، او د مخدره موادو د قاچاق په باب خبري کوي. پرون، د سې شنبې په ورځ، دغه کانفرانس د افغانستان لپاره هغه پنځه کلن پلان اعلان وکړ چي د هغه پر اساس به د کال ٢٠٠٧ پوري ټولي غېر قانوني مسلح ډلي بې وسلې کېږي، د کال ٢٠١٠ پوري به د افغانستان پوځ او یو معتبر قضایي نظام جوړېږي.

د افغانستان جمهورریس حامد کرزي دې کانفرانس ته وویل د یاغیانو او د کوکنارو د کرلو ختمول به یو گران کار وي.

هغه وویل د بزرگرانو لپاره د رزق او روزي یوه بله لاره پیدا کول او د کوکنارو د کر ختمول به پوره لس کاله وخت وغواړي.

بسپنه ورکونکو هیوادونو تر اوسه پوري د پنځه میلیارډو ډالرو د مرستي ژمنه کړې ده، او یوازي متحده ایالاتو د یو میلیارډو او سل میلونو ډالرو وعده کړې ده.

XS
SM
MD
LG