د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان امنیتی قواو  او د مظاهره کونکو تر مینځ نښتی


د پاکستان امنیتی قواو په اسلام اباد کی هغه هیواد ته د جمهور ریس بش د سفر نه د مخه د امریکا په خلاف د مظاهره کونکو سره نښتی کړی .

عینی شاهدان وایی نن پایتخت ه نږدی د راول پندی په ښار کی پولیسو د کوتکو نه کار اخیست چی د جومات نه را وتلی مظاهره کونکی خواره واره کی.

مظاهره کونکو د بش په خلاف شعارونه ورکول او د اسلام د پیغمبر په خلاف هغه کاروتونونه چی په غربی ورځپاڼو کی چاپ شوی و هم ورسره و. دوی د جمهور ریس بش په ضد او ددی چاپ شویو کارتونونو په خلاف شعارونه ورکول.

په اسلام اباد کی د امریکا غږ خبریال وایی سیاسی گوندونو د پاکستان په اکثرو غټو ښارونوکی د کارتونونو په خلاف مظاهری پیل کړی دی خو ځینو اسلامی ډلو بیا دا مظاهری د بش په ضد د مظاهرو سره گډی کړی د ی.

هغه وویل په غټو مهمو تجارتی ښارونو کی ټول دوکانه بند دی .

شاو خوا زرو تنو اسلامی مبارزینو په غټ تجارتی ښار کراچی کی د پنجشنبې په ورځ سرتیری بم وچول شو او د یوه امریکایی دیپلومات په شمول پنځه تنه پکی ووژل شول.

د امریکا د فدرالی استخباراتی شبکی مامورین د پاکستانی اجنتانو سره په گډه ددی پیښی په باب تحقیقات پیل کړی د ی.

مامورین وایی امنیتی قواوی په ټولو سیمو کی خوری شوی دی او د هغه هیواد پایتخت او شاو خوا سیمو کی یی د هر بام پر سر کوماندو عسکرو اچولی او موضع گانی یی نیولی ده.

ښاغلی بش وویل چی دا حملی دی نه ویروی هغه وویل دا مهمه ده چی دی او جمهور ریس پرویز مشرف د تررزم په ضد د مبارزی په باب خبری وکی .

XS
SM
MD
LG