د فرانسې د مخصوصي قوې یو عسکر د افغانستان د استخباراتو یو مامور او د هغه درې محافظان د افغانستان جنوب کي وژل شوي دي.
د فرانسې د دفاع وزارت وایي چي هغه د شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کي طالبانو سره په یوه جگړه کي وژل شوي دي.
هغه دوهم فرانسوي عسکر دی چي د جنگي عملیاتو په وخت ووژل شو.
دې وزارت نه ددې عسکر هویت څرگند کړ او نه یې د جگړې په باره کي په تفصیل سره څه ویلي دي.
افغان مامورین وایي چي د استخباراتو مامور، محمد علي بارک، او د هغه محافظان د هلمند په ولایت د نادعلي په اولسوالۍ کي د لاري د اړخ د بم په یوه چاودنه کي ووژل شول.