په افغانستان کی د امریکا په مشرئ د ایتلاف قواوی وایی چی دوی دهغی پیښی په باب پلټنه کوی ، په کومه کی چی تیره هفته یو کاناډایی او یو امریکایی عسکر وژل شوی و.
دغه جگړه تیره چار شنبه هغه وخت ونښته کله چی طالب یاغیانو د هلمند په ولایت کی د ایتلاف په یو نظامی مرکز باندی حمله وکړه. دا په تیرو څو میاشتو کی د ایتلاف په قواو د طالبانو د ټولو نه ستره حمله وه.
په دی جگړه کی د یو امریکایی، یو کانډایی او یو افغان په شمول د ایتلاف دری عسکر هم ژوبل شوی وو.
نن د ایتلاف د قواو له خوا خپری شوی یوی اعلامیی کی راغلی چی د امریکایی. کاناډایی او افغان مفتشینو په گډون یو هیت لگیا دی ددی پیښی تحقیقات کوی او دا معلوموی چی ایا دا دوه د ایتلاف عسکر په خپلو ډزو لگیدلی او که څنگه؟
د امریکایی نظامی منابعی دا هم وایی چی په دی جگړه کی د ایتلاف عسکرو ٣٢ طالب یاغیان هم وژلی دی.