د افغانستان د کنړ په ولایت کی نن په دوهمه ورځ هم نظامي عملیاتو دوام درلود . په دغو تعرضي عملیاتو کی چی د غرني زمري په نامه یادیږی ، ٢٥٠٠ عسکر برخه لری . پوځي مامورین وایی چی ددې عملیاتو نه ددوی مقصد دادی چی دغه یاغیان ونیسی او یا یې ووژنی او په سیمه کی دتروریستی عملیاتو مخه ونیسی .
د امریکا پوځ وایی چی دا عملیات د پېچ په دره کی چی د پاکستان سره سرحد ته نژدې ده شروع شوي دي .
رپوټونه وایی چی تر اوسه پوری په دې عملیاتو کی شپږ یاغیان وژل شوي دي .