د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو او امنیتي قواو تر مینځ په جنگ کي درې طالبان او دوه پولیسان وژل شوي


په افغانستان کي د یاغي طالبانو او امنیتي قواو تر مینځ په سختو جنگونو کي لږترلږه درې افراطي طالبان او دوه پولیسان وژل شوي دي.

افغان مامورین وايي په لمړۍ پېښه کي چي نن د یکشنبې په ورځ پېښه شوه، افغاني پولیسو او عسکرو د غزني د ولایت د گیلان په ناکراره سیمه کي طالب یاغیان محاصره کړل چي په نتیجه کي درې افراطیان او یو پولیس ووژل شو.

له دغې پېښي څخه فقط څو ساعته وروسته، د کندهار په ولایت کي، طالب یاغیانو د شاه ولي کوټ په اولسوالۍ کي پر هغې امینتي قوې باندي برید ښخ کړ چي یوه لويه لاره یې څارله. پدې حمله کي، یو امنیتي محافظ ووژل شو او دوه نور ټپي شول. دغه راز، دغو افراطیانو ددې ترمخه چي لدې ځایه څخه وتښتي د لاري د جوړولو د کمپنۍ څوارلس موټره یې وسوځل.

په عېن حال کي، د برتانیې د دفاع وزیر، جان رېد، وايي ایتلافي قوه مجبوره ده چي د طالبانو او القاعده پر خلاف خپل تهاجمي عملیاتو ته دوام ورکړي څو هغوي پرې نه ږدي چي بېرته قدرت تر لاسه کړي. ښاغلی رېډ، دغه راز، وویل برتانیوي عسکر به لږترلږه د درو نورو کالو لپاره په افغانستان کي پاتي وي.

XS
SM
MD
LG