د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او پاکستان موافقه وکړه چی پخپلو کی تجارتی اړیکی زیاتی کړی


پاکستان او ایران موافقه وکړه چی پخپلو کی به تجارتی اړیکی زیاتی کړی او د څو ملیارد دالرو په ارزښت به د گازو د پایپ لاین پروژی چټک کړی چی له لاری به یی د ایران نه پاکستان او هند ته طبیعی گاز ورسول شی .

دا موافقه د جمعی په ورځ د پاکستان دجمهور ریس پرویز مشرف او پاکستان ته د ایران د جمهور ریس د مرستیال پرویز داودی تر منځ چی پاکستان ته په سفر تللی و، وشوه.

دواړو خواو دا ومنله چی د گازو د پایپ لاین پخوانی کار چی ځنډیدلی و باید په یوه یا دوه و میاشتو کی پیل شی او دوی به د بهر نه ددی پایپ لاین د کار د ځنډولو او یا درولو فشار ته غاړه نه ږدی .

دوی همدارنگه پدی هم خبر ی وکړی چی ددی دوه گاونډو هیوادو تر منځ د څلور سوه ملیون دالرو په ارزښت تجارتی اړیکی ټینگی شی .

دا دری ورځنی خبری چی د جمعی په روځ سر ته ورسیدی د تهران د ذروی پروگرام پر سر د جنجال له امله تر تاثیر لاندی راغلی وی .

د ایران د جمهور ریس مرستیال اسلام اباد پدی وستایه چی ویل یی د ایران د ذروی پروگرام جنجال دی په سوله ایزه توگه حل شی .

XS
SM
MD
LG