د لاس رسي وړ اتصالات

د چاپان لومړى وزېر جونېچېرو کېو زومى واىى دده هېواد به له عراق نه خپل عسکر وباسى


د چاپان لومړى وزېر جونېچېرو کېو زومى واىى دده هېواد به له عراق نه خپل عسکر وباسى.

دى وايي هغوى خپل بشرى او د بېارعونى مامورېت سر ته رسولى دى

ښاغلى کېوزومى نن د سه شنبى په ورځ دا اعلان په داسى وخت کې وکړ چې تر دې ېوه ورځ مخکى د عراق لومړى وزېر نورى المالکى ووېل عراقى قواوې به دعراق په جنوبى ولاېت موتانه کې د اېتلاف له قواونه دامنېت چارى په راتلونکې مېاشت کې پخپل لاس کې واخلى.

د جاپان چارواکى وايي ددوى هواى قوه به په عراق کې ددى لپاره فعاله پاتى شى چې د امرېکا په مشر ى اېتلاف قواو لپاره دموادو ، پرسونل په وړلو راوړلو کې مرسته وکړى.

د څلور دپاسه دوه زرم کال راهېسى د عراق د موتانه په اېالت کې (٦٠٠) جاپانى عسکر ځاى په ځاى کړى شوىدى. د جاپان مطبوعات وايى توقع ده چې داعسکر به د جولاى په مېاشت کې بېرته جاپان ته ستانه شى.

د جاپان لومړى وزېر کېوزومى په عراق کې دامرېکا د پالسې ملاتړ کوى که څه هم په جاپان کې د ننه عام خلک په دغه جگړه کې د گډون په سبب اعتراضونه لرى. رپوټ واىى چې ښا على کېوزومى به په راتلونکې اونى کې په واشنگټن کې دامرېکا د جمهوررئېس جورج بش سره ملاقات وکړى. ښاغلى کېوزومى واىى د جاپان پالېسى داده چې له امرېکا سره او س او په راتلونکې وخت کې همکار ى وکړى.

په جاپان کې پراخه اکثرېت په عراق کې دجاپانى قواو له موجودېت سره مخالف دى. عراق ته د جاپانى قواو ورلېږل په ٢٠٠٣ مېلادى کال کې منظو ر سوى وو. عراقى ېاغېانو تراوسه پورى شپږ جاپانېان وژلى دى . په هغو کې دوه دېپلوماتان هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG