د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی : د تروریزم د ختمولو اوسنۍ لاره د تروریزم پراساسي عواملو باندي تمرکزنه لري


د افغانستان جمهورریس حامد کرزی د بین المللي ټولني څخه غواړي چي د تروریزم پر خلاف د مجادلې لپاره یوه بله ستراتیژيکي لاره غوره کړي.

ښاغلي کرزي نن د پنجشنبې په ورځ وویل د تروریزم د ختمولو لپاره دا اوسنۍ لاره چي د افراطیانو پر تباه کولو باندي راڅرخي، د تروریزم پر اساسي عواملو باندي تمرکز نه لري.

هغه وویل دی باور لری چي نړیواله ټولنه باید د تروریزم د ختمولو لپاره د تروریستانو مالي زیرمي او د روزني ځایونه تباه کړي او هم د تروریزم د اساسي عواملو او انگېزو سره مبارزه وکړي.

ښاغلي کرزي وویل د هیواد پدې وروستیو ناکراریو کي تقریباً ٦٠٠ تنه وژل شوي دي. دا معلومه نده چي له دغو ٦٠٠ کسانو څخه څو ملکیان او څو افراطیان وو.

بلخوا، د افغانستان د شمال شرقي سیمي په یوې نښتي کي څلور امریکایې عسکر وژل شوي دي.

نظامي مقامات وايي د افراطیانو سره پدې جگړه کي پنځم امریکایې عسکر ژوبل شوی دی. دا جنگ د نورستان په ولایت کي پېښ شوی دی.

XS
SM
MD
LG