د لاس رسي وړ اتصالات

تحقیقات ښیي د مرغانو مرض خطرناک شوئ


نړیوالې روغتیایي مؤسسې فیصله کړې چې د مرغانو مرض له پخوانه خطرناک شوۍ او وېروس یې تېره میاشت په ځینې واقعاتو کې یو څه بدل شوئدئ.ددنیا د مختلفو ملکونو د صحت عامې له څلوېښتو نه زیاتو ماهرانو په روانه هفته کې په اندونېزیا کې غونډه وکړه.

د امریکا غږ چاد باوچر وايي چې سږ کال تر بل هر ملک نه په اندونېزیا کې زیات خلک د مرغانو په مرض گرفتار شویدي. د مې په میاشت کې په هرو دوو نیمو ورځ کې یو تن پدې ملک کې د مرغانو په مرض مړ شو.د کال ٢٠٠٣ راهیسي په اندونېزیا کې ٣٩ تنه د مرغانو مرض وژلي دی او نړیواله روغتیایي ټولنه یې وارخطا کړېده. اوس دا وېره پیدا شوې چې کېدای شي د مرغانو مرض د انسانانو په مرض بدل شي او په دنیا کې په مېلیونونو انسانان د مرگ کومي ته وغورځوي.

تېره میاشت په یوه کورنۍ کې اته تنه پدې مرض اخته شول چې اوه یې ترې ووژل.

د نړیوالې روغتیایي ادارې طبی ماهرانو په اندونېزیا کې د روانې هفتې په غونډه کې وویل چې ددې اته کسیزې ناروغه کورنۍ یو لس کلن هلک چې د مرغانو د مرض په خاص یوه ډول اخته شوئ ؤ ددې مرض ویروس یې په بدن کې خپل نوعیت یو څه بدل کړئ ؤ چې پلار یې ترې ونیوه. ددې ویروس دغه نوئ ډول ددې کورنۍ نه بهر خپور نشو او د ټولو ناروغانو د مرگ سره هغه هم مړشو.

ماهران وايي چې اوس ددې مرض د یاغي کېدو خطر نشته، خو که دغسې واقعات زیات شي او دا مرض د انسان نه انسان ته په کتلوي ډول خپور شي نو خطر به یې هم عالم گیر وي.

XS
SM
MD
LG