د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کې په یوه کورنې کې دمرغانو دمرض ویروس لیدل شوی دی


دروغیتا نړیوال سازمان وائې،دمرغانو دمرض (H5N1‏)‎ ویروس داندونیزیا په یوې کورنې کې خپور شویدی مگر نورسرایت ئې ندی کړی.

ددغه سازمان ماموران وائې، پدی وروستیو وختو کې دسوماټرا په شمال کې دیو شمیر پیښو په باره کې تحقیقات شویدی .ددغو تحقیقاتوپه نتیجه کې دا معلومه شوه چې په دغه ویروس کې تغیرراځی .

رپوټونه وائې، په نړۍ کې ترټولو زیات ددغه نارغې علائم په انسانانو کې لیدل شویدی .دسوماترا په شمال کې یوازی دیوې کورنې په اته تنوغړو کې ددغې ناروغې ویروس لیدل شویدی چې اوه تنه ورنه مړه شویدی . دغې پیښی دا ویره پیدا کړیده چې کیدای شی دا ناروغې له یوانسان نه بل انسان ته انتقال شی .

ددوه زره دریم کال نه راپدی خوا دمرغانو له ناروغې نه څه دپاسه ١٢٠ تنه مړه شویدی چې اکثره ئې له آسیا نه دی .

XS
SM
MD
LG