د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کي د یاغیانو پر خلاف په عملیاتو کي په لسهاوو افراطیان وژل سوي دي


د متحده ایالاتو په قیادت ایتلافي قواوي وايي په افغانستان کي یې تقریباً ٦٥ افراطیان په سختو جنگونو کي وژلي دي.

د متحده ایالاتو مقاماتو شنبې د ورځي په اعلامیه کي ویلي دي چي افغان او ایتلافي قواو د جمعې په ورځ ناوخته د کندهار په ولایت کي د افراطیانو سره جگړه وکړه.

امریکايي مامورین وايي پدې درې ساعته نښته کي ٢٥ افراطیان ووژل سول.

دا اعلامیه وايي ځېنو یاغیانو ملکي خلک د بشري ډال په توگه استعمالول، او وروسته یوه نژدې کلي ته وتېښتېدل.

ایتلافي قواوي وايي د اورزگان د ولایت په په یوه بل عملیاتو کي یې ۴٠ افراطیان په سختو جنگونو کي وژلي دي.

څه د پاسه لس زره افغاني او ایتلافي عسکر د افغانستان په جنوبي ساحو کي په یاغیانو پسې گرځي، او دا پدې تېرو څلورو کالو کي تر ټولو ستر پوځي عملیات دي.

XS
SM
MD
LG