د لاس رسي وړ اتصالات

داسراېېلو لومړى وزېر ېهود اولمېرت د فلسطېنى بندېانو د خوشى کولوغوښتنه رد کړېده


داسراېېلو لومړى وزېر ېهود اولمېرت د هغو فلسطېنى سر تېرو چې ېو اسراېېلى عسکر ېې برمته کړېدى ، هغه غوښتنه رد کړېده چې

د فلسطېن بندېان د سه شنى په ورځ خوشى کړى. ښاغلى اولمېرت وايي دده حکومت به دهغه ١٩ کلن عسکر د خوشى کولو لپاره چې د جون په ٢٥ نېټه برمته شوى و هېڅ ډول مذاکرات ونکړى. اولمېر ت ووېل چې د فلسطېن حکومت د دغه اسراېېلى عسکر دخوندى راستنېدلو مسوول دى.

هغو فلسطینیانو چی دا اسراییلی عسکر یی تښتولی دی اسراییل ته د سه شنبی تر ورځی پوری مهلت ورکړی چی د هغوی غوښتنه ومنیاو د اسراییلو په بند کی ښځینه بندیانی خوشی کړی .

د اسراییلو صدراعظم ایهود ایلمرت دا معامله رد کړه او ویی ویل چی د اسراییلو دولت به هیڅ کله غصب کونکو ته حوصله ونکی او د اسرییلو د تهاجمی حملی نه به څوک خوندی پاتی نشی .

په یوه اعلامیه چی نن د دوشنبی په ورځ خپره شوه د فلسطین دریو تندرو اسلامی ډلو د حماس وسله وال نهضت د مقاومت مشهوری ډلی او په غزه کی د اسلام پوځ خبر داری ورکړ چی که اسراییل ددوی غوښتنه ونه منی نو نتیجه به یی ښه نه وی .

د شنبی په ورځ همدی گروپ د زرو تنو هغو بندیانو غوښتنه وکړه چی د اسراییلو په بندیخانو کی بندیان دی .

خو دی گروپ دا واضحه نه کړه چی ددی زرو تنو ازادی یی د اسراییلی عسکر د خوشی کولو په بدل کی غواړی او که نه .

د دوشنبی په ورځ سهار وختی د اسرییلو یو کمکی پوځ چی د تانکونو او زره پوشو موټرونو ملاتړ هم ورسره و غزی ته ور ننوتل تر څو هلته د هغه ځای نه اسراییلو ته د لاری پیدا کولو په خاطر د مځکی لاندی د تونل او همدارنگه د چاودیدونکو موادو په باب پلټنی وکی .

XS
SM
MD
LG