د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان په افغانستان کي د بې وسلې کولو عملیه ستایي


د توکیو د بسپنه ورکونکو هیوادونو په کانفرانس کي چي د افغانستان جمهورریس حامد کرزي هم برخه پکې اخېستې ده، د جاپان حکومت په افغانستان کي د ملیشا ډلو بې وسلې کولو عملیه وستایله.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر، تارو اسو، نن د چهارشنبې په ورځ د بسپنه ورکونکو هیوادونو په کانفرانس کي پخپله افتتاحیه وینا کي وویل افغانستان د بې وسلې کولو د لمړي پړاو په ختمولو سره د سولي او دیموکراسۍ په لور یو بل گام اخېستی دی.

په افغانستان کي د بې وسلې کولو د پروگرام سره سم په زرهاوه پخواني جنگیالي بې وسلې شوي دي. جاپان د افغانستان په بیاودانولو او د بې وسلې کولو د عملیې لپاره یو مهم بسپنه ورکونکی هیواد دی.

د توکیو د نن په یوه ورځنی کانفرانس کي چي په افغانستان کي د سولي د ټېنگولو په نامه یادیږي، پر دې باندي هم خبري وشوې چي څرنگه هغه غېر قانوني مسلح ډلي بې وسلې او خورې شي چي د کابل قدرت او صلاحیت ته تاوان رسوي. دغه راز، پدې کانفرانس کي به په افغانستان کي د غېر قانوني وسلو د راټولو په باب هم خبري وشي.

XS
SM
MD
LG