د افغانستان په جنوب کی پولیسو وایی چی یوه سرتیری بم چونکی د پولیسو د گزمی پوستی ته نږدی ځان الوځولی دی چی یوازی پخپله دی پکی وژل شوی د ی.
محلی مقامات وایی چی دا پیښه نن د خوست په ولایت کی وشوه .
دوی وایی چی بم چونکی د گزمی د عسکرو انتظار ایست خو اشتباهاً یی مخکی لدی چی د عسکرو موټر ده ته ښه ور نږدی شی هغه ځان والوځاوه.
په افغانستان کی ځان مرگی حملی ډیری زیاتی شوی د ی.
ددی حملو پړه زیاتده وخت د طالبانو د رژیم پر پاتی ملاتړ کونکو باندی چی په یو دپاسه وده زرم کال کی را وپر ځول شول ، اچول کیږی.
د امریکا په مشری د اییتلاف قواو د سږ کال د می د میاشتی راهیسی د افغانستان په شرقی او جنوبی برخوکی پراخ عملیات پیل کړی دی چی پکی د اییتلاف او افغان قواو په شمول ، لس زره عسکر برخه لری.