د سومالیا د موقتي حکومت او رقیبو مسلمانو ډلو تر مینځ مستقیمي خبري په سودان کي بیا پیل سوې.
د پلوماتان او استازي نن په خرطوم کي ددغه اختلاف د حلولو په غرض سره راغونډ سوي دي.
د سومالیا د موقتي حکومت استازي وايي اسلامیسټان نوري مځکي او ښارونه لاندي کوي او هم اسلامي شرعیت عملي کوي، په عین زمان کي، د سومالیا اسلامیسټان د حکومت پدې تورنوي چي د ځان د تقویې او حافظت لپاره یې ایتوپیایي عسکر ور غوښتي دي.
داوړو خواو د جون په میاشت کي د یو بل د رسمیت پېژندولو یو تړون لاسلیک کړ، مگر د هغه وخت راهیسي یې بیا ملاقات ندی کړی، او یو بل لدې موافقې څخه په سرغړونو باندي تورنوي.
د سومالیا اسلامي ډله د پایتخت په شمول د هغه هیواد د جنوبي برخو کنترول هم پلاس کي لري.