د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلانکا سمندري قوواو د جفنا په سیمه کي د تامیل پړانگانو دولس بېړۍ ډوبي کړي دي


د سریلانکا سمندري قوه وايي د جفنا په سیمه کي د یوې نښتي په ترڅ کي یې د تامیل پړانگانو دولس بېړۍ ډوبي او تباه کړي دي.

مقامات وايي پنځه بېړۍ د ځان مرگي حملو لپاره وې. د سریلانکا سمندري قوه وايي پدې جگړه کي ٨٠ تنه یاغیان ووژل سول. مگر د مړو شمېر مستقلو منابعو ندي تایید کړی.

دا سمندري جنگ هغه وخت کي پېښ سو چي د سریلانکا پوځ په یوه ستراتیژیکي بندر کي د یاغیانو د تباه کولو په مقصد نظامي تهاجم پیل کړی دی. د سریلانکا پوځ وايي د یکشنبې د ورځي راهیسي پدې جنگونو کي څورلس تنه عسکر وژل سوي دي.

په یو بل انکشاف کي، د جمعې د ورځي د سړک د غاړي یوې چاودني یو عسکر په جفنا کي وواژه.

بلخوا، په سریلانکا کي د اوربند د نظارت سم نیم اروپايي څارونکي له هغه هیواد څخه وتلي دي ځکه د تامیل یاغیانو د هغوي د وتلو غوښتنه وروسته له هغه وکړه چي اروپايي اتحاد د تامیل پړانگان د تروریستي ډلو په لست کي شامل کړل.


XS
SM
MD
LG