د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جگړو کې ٢٥ کسان دنا ټو ددوو عسکرو په شمول وژل شوېدى


د افغانستان چارواکى وايي ېو موټر بم چې هدف ېې دناټو ېو کاروان و په کابل کې ېې ېوبرتانوى عسکر او څلو ر ملکېان وژلى دى. دکاناډا ېو عسکر سهوا د ناټو په خپلو ډزو د جنوب په ناکراره سېمه کې وژل شوىدى. چارواکى وايي د ناټو درى تنه عسکر نن ددوشنبى په ورځ په هغه لوېه لاره باندى زخمېان شوىدى چې له کابل نه د ختېځ لورى ته تللى ده.

دنا ټو نطاق جگړن لوک نېټېگ وايي نن ددوشنبى په ورځ دنا ټو جنگى الوتکو د کندها رولاېت په سترو عملېاتو کې پخپلو عسکرو باندى سهوا بمبارى وکړه ، ېو کاناډاىى عسکر ېې وواژه او څو تنه نور ېې زخمېان کړل.

د ېکشنبى په ورځ دناټو په مشرۍ قواو ووېل چې د افغانستان په جنوب کې ېې د جگړې په دوه لومړېو ورځو کې چې د شنبى په ورځ پېل شوه، تقرېبا دوه سوه ېاغى طالبان په پراخه نظامى عملېاتو کې وژلى دى. د مېډو سه ېا سمندرى ستورى په نامه عملېاتو، هدف داو چې د کندهار ولاېت د پنجوايي ولسوالى له ېاغېانو نه پاکه کړى.

په ېوه بله جلا حمله کې د افغانستان چارواکى وايي ېاغى طالبانو د افغانستان په جنوب کې پر ېوه ښار گوټى باندى د شپې له خوانه وسله وال برېد وکړ او داسى سخته جگړه ونښته چې شپاړس تنه ېاغى طالبان او درى پولېسان پکى ووژل شول.

د هېلمند په ولاېت کې د گرمسېر د ولسوالى د پولېسو قوماندان محمد نبى ملاخېل ددوشنبى په ورځ ووېل دطالبانو ېوې قوې دهېلمند ولاېت د گرمسېر په ولسوالى کې حمله وکړه او له څو ساعته جگړې نه ورو سته له هغه ځا ى نه ووتل.

دنا ټو په مشرۍ قواوې وايي چې افغان پولېسو تر اتېا تنو زېات کسان چې گومان کېږى دطالبانو جنگېالى به وى نېولى دى. رپوټ وايي پردى سر بېره تقرېبا ١٨٠ تنه د تېښتى په حآل کې لېدل شوېدى.

د بر تانېې د کشف ېوه الوتکه چې د شنبى په ورځ ېې ددغو عملېاتو سره د مرستى په خاطر پرواز کاوه په همدغه ورځ ر ا وغورځېدله او څوارلس تنه نظامېان چې په الوتکه کې سپاره ول ټول ووژل شول. رپوټ وايى چې د بر تانېې د الوتکى غورځېدلو سبب تخنېکى ستونزى وې، د ددښمن په ډزو نده غورځېدلى.

XS
SM
MD
LG