د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت د طالبانو له پلوى سرتېروسره دسولى ېوه تړون لاسلېک کړېدى


د پاکستان حکومت رپوټ ورکړېدى چې د طالبانو له پلوى سر تېروسره ېې په قباېلى سېمه کې چې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې پراته دى دسولى ېوه تړون لاسلېک کړېدى. په دغه سېمه کې محلى چارواکى وايى چې د حکومت د استاځو او سر تېرو ترمنځ نن د سه شنبى په ورځ په مېرانشاه کې ېو تړون لاسلېک شو. رپوټ وايى چې مېرانشاه د شمالى وزېرستان په غرنى سېمه کې ېو ستر ښار دى.

ددغه تړون خبر په داسى وخت کې خپرېږى چې د پاکستان جمهوررئېس پرو ېز مشرف د افغانستان د سفر لپاره ځان چمتو کوى. دده سفر مقصد دادى چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړېکى بېرته ښى او دوستانه شى. دا اړېکى په دې خرابى شوې وې چې افغانستان دا تو ر لگولى و چې هغه ېاغېان چې له سر حد نه راتېرېږى او حملى کوى دهغوى مرکزونه په پاکستان کې دى. خو اسلام اباد دا تورونه رد کړېدى.

ددعه تړون تفصېلات په رسمى ډول ندى خپاره شوى خو د لوېدېز خبرى اژانسونه رپوټ ورکوى چې سر تېرو په دې موافقه کړېده چې دوې په پاکستان او افغانستان کې خپلى حملى بندى کړې.

په تېرو پنځو کلونو کې په دغه سېمه کې څو سوه پاکستانى عسکر او سر تېرى وژل شوىدى. پاکستان په دغه سېمه کې په زرگونو عسکر ددې لپاره ځاې په ځاې کړېدى چې دا سېمه له سر تېرو نه پاکه کړى.

رپوټ وايى چې ډېرو طالبانو او د القاعده غړېو چې له افغانستان نه د امرېکا په مشرى اېتلاف واېستل نو په همدغه سېمه کې ېې پنا ه واخېستله. ډېر زېات خلک په دې عقېده دى چې د القاعده مشر اسامه بن لادن هم په همدغه سرحدى سېمه کې چېرته پټ دى.

XS
SM
MD
LG