د لاس رسي وړ اتصالات

څلورم تن چې په سورېه کې دامرېکا پر سفارت باندى په حمله کې دخېل وو له خپلو زخمونونه مړ شو


دامرېکا پر سفارت باندى څلورم حمله کوونکى مړ شو. د سورېې رسمى خبرى اژانس وايى هغه څلورم تن چې په سورېه کې دامرېکا پر سفارت باندى په حمله کې دخېل وله خپلو زخمونونه مړ شو.

د صنعا په نامه خبرى اژانس نن د ېو نامعلوم چارواکى له قوله وايي چې هغه سړى چې د سوېې له قواوسره په حمله کې زخمى شوى وهغه د خپلو زخمونو په سبب په روغتون کې د سه شنبى په ورځ ناوخته مړ شو. دغه چارواکى داهم وېلى دى چې له زخمى نه پوښتنى ونشولى ځکه چې هغه د زخمونو په سبب په ډېر خراب حالت کې و او ددى جوگه نه و چې پوښتنو ته ځواب ووايي.

د صنعا خبرى اژانس وايى چې څلور واړه حمله کوونکى د سورېې اتباع وو. درى برېد کوونکى د سورېې له امنېتى چارواکېو سره په مقابله کې ووژل شول. دامرېکا حکومت د سورېې دامنېتى چارواکو چټک اقدام چې ددغى حملى مخه ېې ونېوله ستاېلېى دى. دامرېکا د جمهوررئېس نطاق ټونى سنو وايي دامرېکى حکومت په دې ممنون دى چې د سورېې قواو په بېړه باندى اقدام وکړ او امرېکا ېان په دې پېښه کې زخمېان نشول. هغه زېاته کړه چې پکارده دا پېښه سورېه دېته تشوېق کړى چې له امرېکا او انډېوالانو سره ېې د ترهگرى خلاف مبارزه کې گډون وکړى.

د سورېې په حق کې دامرېکا ستاېنه غېر معمول کار دى. دامرېکا غږ خبر ېال وايي د دمشق او واشنگټن د لوړ پوړه دېپلوماتانو ترمنځ دهمدې پېښى په سبب ېو لړ اړېکى ټېنگى شوې. تراوسه پورى ددغو حملو مسوولېت چا په غاړه ندى اخېستى .

XS
SM
MD
LG