د لاس رسي وړ اتصالات

د سومالېا د پارلېمان نه بهر په ېوه چاودنه کې لږتر لږه ١١ تنه و وژل شول


د سومالې دخارجه وزارت ېو رپوټ وايي نن ددوشنبى په ورځ د سومالېا د پارلېمان نه بهر په ېوه چاودنه کې هغه وخت لږتر لږه ١١- تنه و وژل شول چې د جمهوررئېس عبدالله ېوسف موټر تېرېده. رپوټ وايى جمهوررئېس له هغى حملى نه دده د مرگ لپاره شوې وه روغ رمټ بچ شوېدى.

د سومالېې خارجه وزېر اسمعېل محمد حر نن په ناېروبى کې ووېل په د غى چاودنى کې د جمهوررئېس د ورور په شمول پنځه تنه ووژل شول . تراوسه پورى هېچا هم ددغى چاودنى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى.

د سومالېې د پارلېمان له ودانى نه بهر دوه چاودنى وشوې. لومړى دموټر بم چاودنه هغه وخت وشوه چې د سومالېې جمهوررئېس د خپل هېواد پارلېمان ته وېناپاېته رسولىوه او بېرته خپل کورته روان وو.

دوېمه چاودنه لږه وروسته وشوه. عنى شاهدان وايى چې د پارلېمان غړى هم په دې حمله کې ندى ژوبل شوى.

XS
SM
MD
LG