د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان نوى ټاکل شوى لومړى وزېر شېنزو ابې به خپل او د کابېنى د غړېو معاشونه کم کړى


د جاپان نوى ټاکل شوى لومړى وزېر شېنزو ابې وايي دې به خپل معاش په سلو کې دېرش راکم کړى او د کابېنى د غړېو معاشونه به لس فېصده کم کړى. په دې ډول دى غواړى چې د هېواد له د بودجى له کمولو سره خپل تعهد څرگند کړى.

کله چې د جاپان پارلېمان شېنزو ابې نن په پارلېمان کې د لومړى وزېر په توگه وټاکه نو وروسته بېا هغه په داسى خبرى کنفرانس کې برخه واخېسته چې په ټول جاپان کې په تلوېزېون کې خپورسو. هغه خبر ېالانو ته ووېل چې دى نېت لرى چې له گاونډى هېواد چېن او جنوبى کورېا سره خپلى اړېکى ښى کړى. هغه داهم ووېل چې دى به هغو اصلاحاتو ته دوام ورکړى چې دده نه مخکېنى لومړى وزېر جونېچېرو کېوزومى پېل کړېدى.

ښاغلى شېنزو نن د سه شنبى په ورځ د جاپان د ولسى جرگى او مشرانو جرگى له خوانه وټاکل شو. رپوټ وايي د هغه ددغى کامېابى اټکل ډېر زېات کېده. له دوېمى نړېوالى جگړى نه را وروسته ٥٢ کلن شېنزو تر ټولو ځوان لومړى وزېر گڼل کېږى.

ښاغلى شېنزو وروسته له هغه نه چې نوې وظېفى ته وټاکل شو په ډېر لږ وخت کې خپله نوى کابېنه اعلان کړه. د جاپان د بهرنېو چارو وزېر تارو اسو په خپله وظېفه باندى پاتى شوېدې.

سپېنى ماڼى په ېوه لېکلى وېنا کې د جاپان نوى لومړى وزېر شېنزو ابې ته مبارکى ورکړېده.

ټاکل شوېده چې نوى لومړى وزېر شېنزو ابى به د جمعى په ورځ دخپل حکومت اهداف اومقاصد پارلېمان ته په خپله وېنا کې بېان کړى.

XS
SM
MD
LG