د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو رپوټ ورکوى چې د جنوبى افغانستان په جگړو کې ېې ٥٢ ېاغېان وژلى دى


ناټو رپوټ ورکوى چې د جنوبى افغانستان په جگړو کې ېې ٥٢ ېاغېان وژلى دى. دناټو خبر لېک وايى چې ددوى او افغان قواو د چرچېنو په ولسوالى کې دېوې جگړې په ترڅ کې چې د ېکشنبى په ورځ ېې څوساعته دوام وکړ څو تنه ېاغېان وژلى دى. دناټو دقواو دځانى تاوان رپوټ ندى ورکړل شوى.

بل پلود سړک دغاړى دبم په چاودنه کې درى افغان پولېسان وژل شوېدى. دا پېښه دافغانستان په ختېځه برخه کې نن ددوشنبىپه ورځ شوېده او ېو دولتى موټر په بم والوته او درى تنه عالېرتبه پولېسان پکى ووژل شول. په دغو درو تنو عالېربته پولېسانو کې ېو تن دننگرهار دوپولېسو مشر بل دا ستخباراتو مشر او بل ادارى رېئېس و. دوى د خوگېاڼېو په ولسوالى کې د ېوښوونځى دسوځېدلو د پېښى تحقېقاتو ته تللى وو. د فرانسى خبرى اژانس وايى چې ېوتن چې ځان د طالبانو دنطاق په حېث معرفى کوى ددغى پېښى مسوولېت ېې په غاړه اخېستى دى.

طالبانو په دې نېژدى مېاشتو کې د سړک د غاړى د بمو نو او ځان وژونېکو چوونو عملېات زېات کړىدى.

ناټو د ېکشنبى په ورځ ووېل چې سږکال په افغانســتان کې اته اوېا ( ٧٨) ځان وژونکې حملې سوېدي او په هغو کې نېژدې دوه سوه (٢٠٠) کسان وژل شوېدى. په قربانېان کې اکثزه افغان ملکېان شامل دى. ناټو وايي چې ځا ن وژونکېو ١۴٢ تنه ملکېان وژلى دى او دافغان امنېتى قواو نه ېې څلوېښت (۴٠) تنه وژلى دى. په دې جمله کې ١٣ تنه خارجى عسکر هم شامل دى.

بل پلود افغانستان د حکومت د فاع وزارت ووېل چې دوى او دامرېکا په مشرې قواود شنبى په ورځ د پکتېکا په ولاېت کې پنځه تنه ېاغېان وژلى او ېو ېې نېولى دى.

په ېو جلا رپوټ کې وېل شوېدى چې افغان پولېس په هغو ټوپک والاو پسى گرځى چې دافغانستان د شمال په ېوه لېرې سېمه کې ېې دوه المانى خبر ېالان د شنبى په ورځ ووژل. د المان د دوچې وېلې ېو نارېنه خبرېال او ېوه ښځه خبرېاله د بغلان په ولاېت کې هغه وخت ووژل شول چې شپه ېې هلته په ېوه خېمه کې تېره کړه.

XS
SM
MD
LG