د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق حکومتې قواوې به په راتلونکېو ېو ېا ېونېم کال کې دخپل هېواد امېنت وساتلى شى


په عراق کې دامرېکا ېو عالېرتبه جنرال وايى د حکومت قواوې به دا قابلېت ولرى چى په راتلونکېو ېو ېا ېونېم کال کې دخپل هېواد امېنت وساتلى شى.

جنرال جورج کېسى نن په بغداد کې په ېوخبر ى کنفرانس کې ووېل امرېکا به دې ته توجه وکړى چې په عراق کې د خپلو عسکرو شمېر کم کړى. خو هغه ووېل چې که دې فکر وکړى چې نور و عسکرو ته ضرورت دى نو دنورو عسکرو غوښتنه به وکړى. په همدغه خبرى کنفرانس کې په عراق کې دامرېکا سفېر زلمى خلېلزاد ووېل دعراق مشرانو په دې موافقه کړېده چې ددى کال په اخر کې به ېو داسى مهال وېش جوړ کړى چې مهم اهداف به پکى ترسره شى. په دغو اهدا فو کې د امېنت ټېنگول او د اقتصا پر مختگ شامل دى.

دواړو چارواکېو بېا هم پر اېران او سورېې باندى انتقادونه وکړل او داتور ېې پرې ولگاوه چې له ېاغېانو سره مرسته کوى.

په ېوبل انکشاف کې دامرېکا پوځ ووېل دوه تنه نور عسکر هم له هغو زخمونو نه مړه شول چې دالانبار په ولاېت کې ېې خوړلى وو. له دغو دوو مړو سره په دې مېاشت کې دامرېکا د عسکرو د تلفاتو شمېر ٨٩ ته رسېږى. د عراق په پلازمېنه بغداد کې دامرېکا قواوې په هغه عسکر پسى کور په کور تالاشى کوى چې ددوشنبى له ورځى راهېسى لادرکه دى. دامرېکا پوځ وايي چې داعسکر عراقى الاصله امرېکا يي دى او دامرېکا پوځ ته ېې د تر جمان په حېث وظېفه اجرا کوله.

XS
SM
MD
LG