په افغانستان کی محلي مامورین وایی چی د ناتو په حملو کی چی ددې هفتې په سر کی یې د افغانستان په جنوبي سیمو کی وکړې لږترلږه شپېته ملکي خلک وژل سوي دي .
د کندهار د ولایتي شورا د رئیس مرستیال او د پنجوایی ولسوال وویل چی دا خلک د ناتو په یو لړ عملیاتو کی چی په هغوکی په سه شنبې د کندهار په ولایت کی هوایی حملې هم شاملي وې وژل سوي دي .
د ناتو د بین المللي امنیت مرستندوی قواوي وایی چی عسکرو یې د سه شنبې په ورځ د پنجوایی په ولسوالۍ کی په سختو جگړو کی ۴٨ مشکوک یاغي طالبان ووژل .
ناتو دا هم ویلي دي چی داسی باوري رپوټونه وررسیدلي دي چی وایی په دې حملو کی څو ملکي خلک هم وژل سوي دي .
د ناتو یوه نطاق په طالبانو باندی تور ولگاوه چی د ملکي خلکو څخه د بشري سپر په توگه کار اخلی چی خپل ځان په وساتي .
ددې پېښي په باب افغان چارواکي تحقیقات کوی .