په هندی کشمیر کې پولیسان وائې، مشکوکو یاغیانو یوتن وژلی او لږترلږه شل تنه نورئې ټپیان کړیدی . داوړی دپائتخت دجمو اوکشمیر شمال پلوته داپیښه دچاودنی په ذریعه شویده .
پولیسان وائې، مشکوکو افراطی مسلمانانو نن دشنبی په ورځ په سوپورکې دپولیسانو دموټرو په کتارباندی چې له یو داسی بازارنه تیریده چې ډیره گڼه گوڼه پکې وه ، لاسی واچاوه .
دوی وائې، په دغه چاودنه کې دری هندی محافظین اولږترلږه اوه لس تنه ملکی کسان زخمیان شویدی .
هیڅ یوې ډلی ددغی چاودنی مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی .
جدائې غوښتونکی کشمیریان دا شل کاله کیږی چې په کشمیر کې دهند دواکمنی په خلاف جنگیږی . ځینی جدائې غوښتونکی ډلی دکشمیر لپاره خپلواکۍ غواړی په داسی حال کې چې نوری ډلی بیا غواړی دپاکستان سره هندی کشمیر یوځای کړی .