د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا پوځ نه  په عراق کې  په زرگونو وسلې بى درکه شوېدى


په عراق کې د بېارغونى هغه رپوټ چې دامرېکا حکومت ورکړېدى وايي چې دامرېکا پوځ نه په عراق کې په زرگونو وسلې بى درکه شوېدى. داوسلى د عراق د امنېتى قواو لپاره اخېستل شوې وې.

د تفتېش په ېو رپوټ کې وېل شوېدى چې دامرېکا د دفاع وزارت د څوارلس زره مېله وسلې حساب نشى ورکولى. په دغو لادرکه شوو سلو کې اوتومات تومانچې ، ټوپکونه او ماشېنگڼى او راکټ لانچرونه شامل دى. په رپوټ کې وېل شوېدى پنتاگان د ٢٠٠٣ مېلادى کال راهېسى دعراق د قواو لپاره ٣٧٠ زره مېله وړې وسلې اخېستى وې. ددغو وسلو قېمت ١٣٣ مېلېونه ډالره دى.

په رپوټ کې وېل شوېد ى چى په عراق کې داېتلاف قواو له هغو مقتضېاتو سره سم عمل ندى کړى چې وايى د وسلو د مسلسل لمبر باېد ثبت سوى واى. اوس دا ستونزه را پېدا شوېده چې ددغو وسلو پته نشى لگول کېدلى.

XS
SM
MD
LG