په عراق کی د امریکا سفیر زلمی خلیل زاد ویلی دی چی د انسانیت په ضد د جرمونو په نتیجه کی چې صدام حیسن ته کومه سزا اورول شویده هغه د عراق د نوی دیموکراسئ دپاره د یو اساسی ټکی معنا ورکوی.
د یکشنبی په ورځ یوی خپری شوی بیانیی کی ښاغلی خلیل زاد ویلی دی چی د صدام حسین د ژوند د کتاب د بندیدو سره به د عراق خلکو ته دا فرصت په لاس ورشی. چی ځانونه متحد کړی او د خپلی اینده دپاره کار وکړی
بلخوا د برتانیی خارجه سکرتری ویلی دی چی دوی د دی خبر په اوریدو ډیر خوشاله شو چی صدام او د ده ملگری به د هغو جرمونو په سر سزا ومومی چی دوی ورته ډیر کرغیړن ویلی دی
پخپله برتانیه صدام د مرگ د سزا ورکولو سره مخالفت لری ،خو خارجه سکرتره یی وایی چی دا فیصله کول د عراق د خلکو کار دی چی صدام او د ده ملگری باید څه ډول سزا ومومی.